Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې سېلابونو څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

میدان‌ښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د میدان‌وردګو ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سېلابونه تېره شپه په سیداباد، نرخ، چک او دایمیرداد ولسوالیو کې راغلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نرخ ولسوالۍ په څینځایي سیمه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د یادو ولسوالیو په ډېرو سیمو کې عمومي لارې هم د خلکو پر مخ تړل شوې، څلور موټر هم اوبو وړي او د خلکو کښتونه ته هم زیان اوښتی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.