Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سخت ورښت او سېلابونو راوتو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، نن او سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن او سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان‌وردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سخت باران، تالنده او برېښنا او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

سرچینې ویلي چې په بېلابېلو ځایونو کې د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۵ ملي متره اټکل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه په شمالي، سویل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.