غزنيښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د کونګ فو انتخابي سیالۍ پیل شوې.
د غزني د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د ورزشي چارو امر بلال مجاهد په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې په دې سیالیو کې د مرګز او ټولو ولسوالیو له کلبونو ۱۵۰ لوبغاړي لوبه کوي او په پای کې به ۲۰ غوره څېرې د دغه ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ په څلورو کټګوریو، ماشومانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې تنظیم شوې دي.
د مجاهد په خبره، د دغو سیالیو موخه د غزني منتخب ټیم ته د وړو ورزشکارانو انتخاب، د کونګ فو ورزش دودول او ورزشکارانو ته د هڅونې زمینه برابرول دي.
د یادو سیالیو یوه لوبغاړي شاهمحمد پژواک ته وویل: «د ورزش اداره دې موږ ته معیاري جمنازیومونه جوړ کړي او دا زمینه دې برابره کړي چې له هېواده بهر سیالیو کې هم ګډون وکړو.»
د یادونې ده، هر کال په همدې وخت کې په غزني کې د کونګ فو سیالۍ ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP