Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د یوې ماشومې د جبري نکاح په تړاو دوه کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي ‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې هلمند کې یې ۴۵ کلن سړي ته د پیسو په بدل کې د ۷ کلنې ماشومې د جبري نکاح په تړاو دوه ښکېل کسان نیولي دي.

د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په هلمند ولایت کې یوه ۷ کلنه نجلۍ د خپل پلار له لوري ۴۵ کلن سړي ته د پیسو په بدل کې په نکاح ورکړل شوې وه.

هغه لیکلي: «د هملند امر بالمعروف ریاست مسوولین وايي چې د یادې پېښې راپور هغوی ته رسېدلی و، کله چې دوی د موضوع په اړه څېړنه وکړه نو سمدلاسه یې هم دغه سړی او هم د ماشومې پلار ونیوه، ماشومه نجلۍ د خپل پلار له لوري یاد کس ته سپارل شوې وه خو د ریاست له مداخلې وروسته دا عمل ودرول شو.»

خیبر زیاتوي چې دواړه نیول شوی کسان د شرعي پرېکړې لپاره محکمې ته سپارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.