کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): کندوز ولایت کې د څلورو لوبډلو په ګډون د «واخان ملي شلاوریز جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د میوند اتلانو او پامیر لیجنډ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ نن پیل شوې د راتلونکې جولای میاشتې تر ۷مې نېټې به دوام وکړي چې پهکې د هندوکش سټرایکر، میوند اتلان، ماهیپر ستوري او پامیر لیجنډز لوبډلې ګډون لري.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به هره لوبډله شپږ – شپږ لوبې ترسره کړي.
د یادونې ده، یادې شلاوریزې سیالۍ تېر کال د قوشتیپې جام په نوم په کابل کې ترسره شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP