Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ښاروالي وایي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د غزني ولایت مرکز اړوند څلورمې ناحیې په اربابا سیمه کې د دوو سړکونو او یوه استنادي دېوال رغولو چارې پیل شوې.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې په دې پروژو کې د غزني ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د دوو سړکونو کانکرېټولو او یوه استنادي دېوال رغولو چارې شاملې دي.

هغه زیاته کړه، پر یادو پروژو ۲۴  میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د نړۍوال بانګ له لوري ورکول کېږي او چارې یې یونپس (UNOPS) موسسه مخې ته وړي.

د نوموړي په خبره چې په یادو پروژو کې به هره درې سوه کسانو ته د کار زمینه برابره او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

‎د یادې سیمې یوه قومي مشر حاجي رمضان له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، دغه سړکونه د غزني ښار له مهمو سړکونو دي او د ورځې زرګونه کسان پرې تګ راتګ کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.