Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ مراکش ته ولاړ

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان بانک سرپرست رئیس،  د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ نړیوالې غونډې کې د ګډون لپاره مراکش ته ولاړ.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، دا نړیواله ناسته – چې د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د مراکش په رباط ښار کې جوړیږي – د اسلامي مالي سکتور، بانکي شفافیت، مالي ثبات او نړیوالو همکاریو پر پراخوالي تمرکز لري.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغانستان بانک سرپرست نور احمد آغا په مشرۍ د افغان پلاوي ګډون، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا او له نړیوالو اسلامي مالي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي او  تمه ده چې دا سفر به د اسلامي مالي او بانکي خدمتونو په برخه کې د همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیزي.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې به د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو مشران او لوړپوړي استازي ګډون ولري، او د اسلامي بانکدارۍ مهمې تجربې به له یوبل سره شریکې کړي.

یاد بانک لیکلي، افغان پلاوی به وکولای شي د هېواد دننه د اسلامي بانکدارۍ د ودې او پراخوالي لپاره نوې لارې ومومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.