Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د اوو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربه‌توب د اوو ولایتونو د ۱۸۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د ووشو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په کوربه‌توب او د ووشو له فدراسیون سره په همغږۍ د کابل، ننګرهار، لغمان، میدان‌وردګو، خوست او پکتیا ولایتونو د ۱۸۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د ووشو ورزش یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

نعیم‌زي زیاته کړه، یادې سیالۍ په درېیو سني کټګوریو (کم‌عمره، نوي ځوانان او ځوانان) کې ترسره شوې.

د هغه په خبره: «په یادو سیالیو کې لوګر لومړی، کابل دويم او خوست درېیم مقامونه خپل کړل.»

نعیم‌زي وویل چې دغه سیالۍ ووشو ورزش ته د ودې ورکولو، د ولایتونو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او د غوره لوبغاړو غوراوي په موخه ترسره شوې.

بلخوا، د یادو سیالیو ګډونوال هم خوښ دي چې د لوګر په کوربه‌توب د ۷ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې، خو ټینګار کوي چې د المپیک ملي کمېټه دې په دغه ولایت کې ورزشکارانو ته د ورزش اسانتیاوې لا پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت په کچه د سل غوره لوبغاړو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالۍ جوړې شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.