Language

احمدولي هوتک خپل داغستاني سیال ته له ماتې ورکولو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی احمدولي هوتک له خپلې وروستۍ بریا وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو.

هوتک د جون په ۲۷مه، له اوږدې وقفې وروسته، د بلاروس په یوه نړۍوال سازمان کې له داغستاني سیال سره لوبه وکړه او د پیاوړې مبارزې په ترڅ کې یې نوموړي ته ماته ورکړه.

احمدولي هوتک له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې یادې سیالۍ ته یې بشپړ چمتووالی نیولی و، له همدې امله یې وکولای شول خپل سیال ته ماته ورکړي.

هغه زیاته کړه: «سیال مې پیاوړی و، خو ما چې کوم تاکتیکي پلان ورته نیولی و، په هماغه پلان بریالی شوم او وتوانېدم چې هغه ته ماته ورکړم.»

هوتک او داغستاني سیال ترمنځ یې دغه سیالي د بلاروس د ازادو سیالیو په یوه نړۍوال سازمان کې ترسره شوه.

د یادونې ده، احمدولي هوتک له دې مخکې ۱۱ لوبې کړې، ۱۰ یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند هم د خپل تاجکستاني سیال فریدون‌شاه نظروف پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.