کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې د ماشومانو لپاره د پاپړ، چپس او بیسکېټو په څېر بستهبندي شوو خوراکونو د دوکاندارانو بازار تود ساتلی، خو روغتیايي متخصصین او د عامې روغتیا وزارت وايي، په یو شمېر دغو خوراکونو کې کیمیاوي رنګونه کارول شوي چې په اوږدمهال کې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوونکي دي.
د کابل ښار په ډېرو دوکانونو کې چپس، پاپړ، پفک او سیمیان په بېلابېلو نومونو او رنګارنګ پاکټونو کې ځای پر ځای شوي؛ د دغو خوراکونو خواږه، ترخه او تروه خوندونه د دې لامل شوي چې د ماشومانو پام ور واوړي.
هغه ماشومان چې دغه خوراکي توکي خوښوي
د کابل ښار د قلعه فتحالله ساحې یوه اوسېدونکي لس کلن الیاس چې په لاس کې یې د پاپړو پاکټ و، پژواک خبري اژانس ته وویل: «زما خپله بیسکېټ، کېک، ماهيکباب، چکن، چپس، بریاني او نور دا ډول شیان خوښېږي؛ ځکه هر یو یې ځانګړی خوند لري.»
د محمدحمزه په نوم یوه بل اته کلن ماشوم چې بیسکېټ او پاپړ یې اخیستي وو وويل: «بیسکېټ، پاپړک، پفک، سیمیان، کېک او چپس مې ډېر خوښېږي، ډېر خوند کوي، هره ورځ یې اخلم، خوند یې ډېر ښه دی.»
هغه زیاته کړه، که څه هم مور او پلار یې ورته وايي چې باید له دغه توکي ونه خوري خو دا چې خوښېږي یې، هره ورځ یو یا دوه پاکټه اخلي.
دغهراز، د محمدابراهیم په نوم یو بل ماشوم چې د کابل ښار د کارته مامورین اوسېدونکی دی وايي: «هر څه مې خوښېږي، پاپړک، شفا، بریاني ډېر خورم، هره ورځ د لسو یا شلو افغانیو اخلم او خورم یې.»
د خالدې په نوم یوه بله نهه کلنه ماشومه چې د کابل ښار د تایمني اوسېدونکې ده وايي: «بیسکېټ، پاپړک، جوس، کېک هر څه چې وي، خوښېږي مې، خاشه چپس، بریاني او شفا خورم، ډېر خوند کوي. کور کې راته وايي چې مه یې خوره، معدې ته دې ضرر رسوي، زه مې کله د مور خبره منم، کله مې د خپل زړه کوم، هره ورځ چې راسره هر څومره پیسې وي، پرې اخلم یې.»
هغه ماشومان چې ناروغان شوي
د فضیلې په نوم یوې بلې ۱۱ کلنې ماشومې چې د کابل ښار د کلولهپشته سیمې اوسېدونکې ده وویل، د کېک، پاپړ، جوس، خندان او نورو له ډېر خوړلو ورته د معدې درد پیدا شو.
هغې زیاته کړه: «کېک، پاپرک، جوس، خندان او نور شیان مې خوړل، مور او پلار به مې ویل چې مه یې خور، ضرر لري، څوک چې د مور او پلار په خوله نه وي، خوري یې، د ډېرې نوشابې څښلو له امله راته د معدې درد پیدا شو، ډاکټر ته یې بوتلم.»
د فضیلې په خبره، د معدې درد یې د همدې خوراکي توکو له امله و، اوس یې چې نه خوري، ښه شوې ده.
دغهراز، لس کلنه حدیثه چې د کابل ښار د قلعه زمان خان اوسېدونکې ده وايي: «ککوي کېکونه، پاپرک، چکن بریاني، بولاني، لیس او مانا چپس، عربي پلو او سلنټي مې ډېر خوښېږي، هر یو چې به ډېر تریخ و، هماغه به مې اخیستل او خوړ به مې، خو سږ کال همدې شیانو ډېره ناروغه کړم، د ستوني په درد اخته شوم، بیا ډاکټر منع کړم چې نور دا شیان ونه خورم، اوس یې نه خورم، شکر ښه شوم.»
خو ځیني داسې ماشومان هم دي چې د مور او پلار سپارښتنو ته غوږ نیسي
۶ کلن سبحانالله چې د دغو خوراکي توکو یو بل علاقهمند دی، وویل: «زه بازاري شیان نه خورم، د مور او پلار خبره مې منم، یوازې بیسکېټ اخلم او خورم یې.»
ورته مهال، اووه کلنې مدینې چې د کابل ښار د کلولهپشتې اوسېدونکې ده، هم وویل: «هر څه مې خوښېږي چې وې خورم، کور کې راته وایي چې مه یې خوره، ناروغېږې… زه یې هم نه خورم.»
دغه راز، د کندوز اصلي اوسېدونکې نهه کلنه یُسرا وايي: «پاپړک مې خوښېږي، بیسکېټ مې خوښېږي، کېک، نوشابه هر څه چې وي خورم یې، خو په کور کې وايي مه یې خوره چې مریضېږې، د مور په خبره کوم، نه یې خورم.»
د ماشومانو د خوراکي توکو ډولونه او د دوکاندارانو ګرم بازار
د کابل ښار د تاجور سلطانه لېسې ته نږدې یو هټۍوال محمدطاهر وايي چې له لسو کلونو راهیسې دلته دوکان لري او ډېری ماشومان چپس، بیسکېټ، کېک، پفک او نوشابې اخلي.
هغه زیاته کړه، مخکې د ماشومانو ډېری دغه خوراکونه له ګاونډیو هېوادونو واردېدل، خو اوس ډېر په هېواد کې دننه جوړیږي.
دغه راز، د کابل په تایمني کې یو بل هټۍوال محمدایاز وايي چې په دوکان کې یې بېلابېل ډول بیسکېټ، پاپړ، چپس، ککو، کېک او نوشابې شته او د ورځې د دغو خوراکونو له پلوره زر افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
هغه وویل، ځینې دغه خوراکونه په هېواد کې دننه تولیدیږي او ځیني بیا له ګاونډیو هېوادونو راځي.
په همدې حال کې، د کابل ښار د تایمني پروژې پر دویم سړک هټۍوال نورعلي وايي، ډېری ماشومان پاپړ، چپس، جوس، کېک، خندان، عربي پلو، چکن، ککو او نوشابې خوښوي او د ورځې یې د پلور له درکه ۳ زره افغانۍ ترلاسه کوي.
ډاکټران
کابل ښار کې «د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې انسټيټیوټ» کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر لمر جاوېد پژواک ته وویل چې د چپسو او پاپړو په څېر د ماشومانو خوراکونو کې له رنګه موادو، خوږو او شحمیاتو کار اخیستل کېږي چې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي او د تېز، ترخه او تروش خوند له امله ماشومان پرې روږدي شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه خواړه پر دې سربېره د ډېر چاغښت لامل هم کېږي، د غاښونو خرابېدو او د دماغ د ودې مخنیوي او په اوږدمهال کې د زړه د ناروغیو، د هضم ګډوډېدو او شکرې ناروغۍ لامل هم کېږي.
هغه وویل: «دمګړۍ له پنځو تر لسو ناروغان لرو چې د جوس، پاپړ، چپش او پفک خوړلو له امله پر مزمنو ناروغیو اخته شوي دي.»
هغه په یاد انسټيټیوټ کې بستر ماشوم ته په اشاره وویل چې په بازاري جوسو روږدی شوی و، له جوس پرته یې نور خواړه نه خوښېدل، په ۲۴ ساعتونو کې یې درې قطي جوس څښل چې له امله یې په خوارځواکۍ اخته شوی و.
هغه سپارښتنه وکړه چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته په کور کې ډول ډول خواړه او جوس چمتو کړي؛ ځکه چې دغه کار پر ناروغیو د ماشوم نه اخته کېدو سربېره د هغه د بدن په ښه وده کې هم رول لري.
دغه راز، د تغذیې متخصص ډاکټر محمدهمایون لودین وايي: «په پفک او هغه خوړو کې چې پر بېلابېلو رنګونو په بازار کې خرڅېږي، داسې مواد شته چې د ماشوم د اشتها لپاره ډېر مضر دي، ماشومان بېاشتها کوي او رنګ یې د دې لامل کېږي چې ماشوم بېاشتها او په خوارځواکۍ او کمخونۍ اخته شي.»
د هغه په خبره، په دې ډول خوراکونو کې له بېلابېلو رنګونو او له ټرانس غوړو استفاده کېږي چې نه هضمېږي او نه هم جذبېږي او د ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کوي.
هغه یاد خوراکونه روږديکوونکي وبلل او زیاته یې کړه: «ښه دا ده چې زموږ ماشومان له بازاري خوراکونو چې نه یې حفظ الصحه معلومه ده او نه یې رنګونه د ډاډ وړ دي، استفاده ونه کړي.»
هغه زیاته کړه: «دغه مواد په داسې ځایونو کې زېرمه کېږي چې په میاشتو وخت پرې تېرېږي او میکروبونه پهکې وده کوي چې د میکروبي ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.»
مسوولین: د ماشومانو ډېری بېکیفیته خوراکونه په استوګنیزو کورونو کې تولیدیږي
د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت د خوراکي توکو د سرویلانس د تحلیل امر انجنیر شفیقالله شفق وویل، ځیني خوراکي محصولات چې په بازارونو، سوپرمارکېټونو، هټیو او ان عمومي سړکونو کې په بېلابېلو بستهبندیو کې پلورل کېږي او ډېری د ماشومانو او تنکي ځوانانو له لوري کارول کېږي، ډېر خراب کیفیت لري؛ ځکه د هغو په ترکیب کې داسې مواد کارول کېږي چې غذايي ارزښت نه لري، صنعتي رنګونه په کې کارول کېږي چې د سرطان او مزمنو ناروغیو رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
هغه سپارښتنه وکړه، هڅه دې وشي له هغو خوراکي محصولاتو چې کیفیت یې لوړ وي، استفاده وشي، د بېلګې په توګه د بازاري نوشابو پر ځای دې له تازه مېوو استفاده وشي.
نوموړی وايي: «موږ د پوهنې له وزارت سره په کابل ښار او ولسوالیو کې ښوونځیو ته ځو او زدهکوونکو ته د ټولو خوراکي محصولاتو لکه پفک، چپس، جیلي او بېلابېلو خوږو زیانونو په اړه عامه پوهای ورکوو، هغه خوراکي محصولات چې ټیټ کیفیت لري، د ښوونځیو د زدهکوونکو د ښوونې او روزنې په لړۍ کې اساسي رول لري.»
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «موږ د صنعت او سوداګرۍ له وزارته د ټولو هغو خوراکي محصولاتو لېست چې د بندرونو له لارې هېواد ته راځي، غوښتي هغه محصول چې زموږ په نظر کیفیت یې ټیټ دی او د روغتیايي ستونزو لامل ګرځي، ورته مو ویلي چې د دې ډول خوراکي محصولاتو د وارداتو مخنیوی دې وشي او اجازه دې نه ورکوي څو کم کیفیته خوراکي محصولات چې د ناروغیو لامل ګرځي، هېواد ته وارد شي.»
سرچینې وویل، ځیني غیرمعیاري خواږه معمولاً له ګاونډیو هېوادونو واردیږي؛ د هغو په ترکیب کې داسې مواد دي چې اصلاُ د استفادې وړ نه دي، له څېړنو او لابراتواري پایلو وروسته څرګنده شوه چې باید هيڅ ونه کارول شي؛ ځکه صنعتي رنګونه په کې کارول کېږي او د روغتیايي ستونزو لامل ګرځي، باید له وارداتو یې مخنیوی وشي.
د هغه په وینا، د دې لپاره چې د بېکیفیته خوراکي توکو له وارداتو مخنیوی وشي، یاد وزارت په یوه روزنیز ورکشاپ کې له پانګهوالو وغوښتل چې د یادو توکو د تولیداتو برخه کې پانګونه ونهکړي.
هغه چې ویل یې، په تولیدي فابریکو کې د خوراکي توکو تولید په بازارونو کې تر پلور پورې کنټرولېږي زیاته کړه، ځیني تولیدي فابریکې شته چې باکیفیته خوراکي محصولات تولیدوي.
هغه وویل: «خو له بده مرغه بېکیفیته محصولات چې تولیدیږي، ډېری یې په استوګنیزو کورونه کې تولیدیږي. زموږ لپاره ډېره ستونزمنه ده چې د دغه کار مخه ونیسو، خو په لټه کې یې یو، څو پیدا یې کړو.»
هغه له کورنیو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو مخه ونیسي څو ګازدارې نوشابې، غیرمعیاري خواږه او بېلابېل خوراکي توکي په هيڅ ډول ونه پېري څو د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی وشي.
د نوموړي په نظر، د بېکیفیته خوراکي توکو د تولید او وارداتو د مخنیوي لپاره چې د کاروونکو لپاره د بېلابېلو ناروغیو رامنځته کېدو لامل ګرځي، اړتیا ده چې اړوند ارګانونه په ګډه کار وکړي.
شفق د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي نوي قانون ته په اشاره وویل، یاد قانون چې تېره اونۍ د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري توشیح شو، هېواد ته به د بېکیفیته خوراکي محصولاتو او درملو د قاچاق مخنیوی وشي.
دغهراز، د عامې روغتیا وزارت د تغذي ریاست کې موظف ډاکټر ذبیحالله شمس وویل، د ناسالمو روغتیايي خوراکي توکو خوړل په ماشومانو کې د روغتیايي ستونزو لامل ګرځي، ماشوم ته د مړښت یو کاذب احساس ورکوي، په پایله کې ماشومانو کې د هاضمي سیسټم خرابېږي او ماشوم ورځ په ورځ خپل وزن له لاسه ورکوي او پر شدیده خوارځواکۍ اخته کېږي.
هغه له کورنیو وغوښتل چې خپل ماشومان په سالمه توګه تغذیه کړي او هيڅکله خپلې پیسې پر غیرصحي خوراکي توکو لکه پفک، چپس او پاپړ مصرف نه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP