Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: له نړۍوالې ټولنې سره مو اړېکې مخ په پراخېدو دي

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم او مل پلاوي سره وکتل.

یاد وزارت لیکلي،  په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا تر منځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.

‌متقي ویلي، له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ په پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري او زياته کړې یې ده، افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

‌خبرپاڼه کې راغلي، د مالیزیا د پلاوي غړو د مالیزیا او افغانستان تر منځ د اړیکو پر  پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان وضعیت يې مخ پر وده تعبیر کړ.

هغوي ویلي چې افغانستان ته یې دغه سفر د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په ځانګړي هدایت تنظیم کړی ‎او هیله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه مساعده شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.