Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد د سړو سیمو ښوونځي د سختې ګرمۍ له امله د پنځو ورځو لپاره رخصتېږي

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو اعلان کړی چې د هوا د ډېرې ګرمېدو له امله د هېواد د سړو سیمو ټول ښوونځي د چنګاښ له ۱۱مې بیا تر ۱۵مې رخصت دي او د چنګاښ له ۱۶مې نېټې څلورنیم‌میاشتنۍ ازموینې پيلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په افغانستان کې د هوا د تودوخې کچې له لوړېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په ټول افغانستان کې د روان کال د چنګاښ میاشتې له ۱۰مې بیا تر ۱۲مې د سختې ګرمۍ وړاندوینه شوې ده.

‌د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې به د هوا د تودوخې کچه له منځني حده دوه تر ۱۰ درجو لوړه وي، احتمال لري چې په سوېل، ختیځو او شمالي سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۵ څخه لوړه شي.

د پوهنې وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼې کې ویلي: «د تېرو څو ورځو سختې ګرمۍ له امله له چهارشنبې (د چنګاښ له ۱۱مې) تر یکشنبې (د چنګاښ تر ۱۵مې) پورې د سړو سیمو د دارالعلومونو، دارالحفاظونو، مدرسو او ښوونځیو ټول طالب‌العلمان او زده‌کوونکي د پنځو ورځو لپاره رخصت دي.»

خبرپاڼه کې دغه‌راز زیاته شوې چې له دوشنبې ورځې، د چنګاښ له ۱۶مې نېټې به د هېواد د سړو ولایتونو د دولتي او خصوصي اسلامي او عمومي تعلیماتو بنسټونو ازموینې پیل او د چنګاښ میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

د سرچینې له قوله، د ټولو دارالعلومونو، دارالحفاظونو، مدرسو او ښوونځیو د اوړي رخصتۍ د زمري له لومړۍ نېټې څخه تر یوولسمې نېټې پورې دي.

په پای کې ویل شوي چې د ټولو تعلیمي بنسټونو مسوولین، ښوونکي او زده‌کوونکي مکلف دي چې د اوړي رخصتیو له تېرولو وروسته د زمري په ۱۲مه پرته له ځنډ او غیرحاضرۍ خپلو درسونو ته حاضر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.