Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د اتو ولایتونو ترمنځ د «اوسپورټ» لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربه‌توب د اتو ولایتونو د ۹۶ لوبغاړو ترمنځ د اوسپورټ سبک لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د رزمي ورزشونو فدراسیون له خوا د اوسپورټ سبک لومړی پړاو سیالۍ د دغه ولایت په کوربه‌توب د پکتیکا، پکتیا، کندهار، کابل، هرات، لوګر او خوست ولایتونو د ۹۶ لوبغاړو ترمنځ په دولتي جمنازیم کې د دوو ورځو لپاره ترسره شوې.

هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ په درېیو سني کټګوریو کې ترسره شوې چې ځوانان، تنکي ځوانان او لویانو په‌کې برخه درلوده.

د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ د غوره استعدادونو پېژندنې او د ورزشکارانو تشویقولو په موخه ترسره شوې.

هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ د تک فایټ (یو پر یو مبارزه) په بڼه ترسره شوې.

د نوموړي په وینا، په پای کې غزني د ۴۳ طلایي مډالونو او ۳ کمربندونو په ګټلو سره لومړی مقام، کابل د ۳ طلایي مډالونو په ګټلو سره دویم مقام، هرات د یو طلایي مډال او یوه کمربند سره درېیم مقام وګاټه. همدارنګه پکتیا، پکتیکا او کندهار په ترتیب سره څلورم، پنځم او شپږم مقامونه ترلاسه کړل.

یوه لوبغاړي محمد ادریس مبارز پژواک ته وویل، خوښ دی چې په داسې سیالیو کې لوبېږي او یو کمربند یې هم ګټلی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.