Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې درې کسان له ۱۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قوماندانې وایي چې د دغه ولایت په مرکز یې درې کسان له ۱۵ کیلوګرامه نشه‌یي توکو (ښیښې) سره نیولي دي.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادو کسانو به له هلمنده نشه‌یي توکي راوړل او بیا به یې په کابل او غزني کې پلورل.

هغه زیاته کړه، یاد کسان د غزني ښار ترانسپورټ څلورلاره کې له ۱۵ کیلوګرامه «ښیښې»، یو ميل کلاشینکوف، دوو چانټو، یوه لوکسل موټر او یوه اندازه نغدو پیسو سره ونیول شول.

سرحدي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هم درې کسان له یوه اندازه نشه‌یي توکو سره نیول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.