کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو استازو د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت له سرپرست سره له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو په اړه ناسته کې ویلي چې د روان مېلادي کال تېرو شاوخوا اوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو او مېشتېدنې په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتوته، د افغان کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال او په افغانستان کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له مشرې میهیونګ پارک سره وکتل.
په دغه ناسته کې د یوناما مرستیال اندریکا راتوته ویلي، د روان زیـږدیز کال په تېرو اوو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې یو میلیون افغانان افغانستان ته راستانه شوي او دا شمېر د لوړېدو په حال کې دی.
هغه ویلي چې پاکستان د افغانانو په جبري ایستلو کې کمښت راوستلی، خو له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ زور اخیستی دی.
هغه زیاته کړې، یوناما د مالي سرچینو د جلب هڅې پیل کړې څو د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ د راستنېدونکو افغانانو لاس نیوی وشي.
هغه ویلي: «یوناما غواړي ایران ته قناعت ورکړي څو د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ ودروي او د یوه پلان پر بنسټ افغانان په داوطلبانه ډول خپل هېواد ته راستانه کړي.»
هغه په افغانستان کې د راستنېدونکو د مېشت کېدو زمینې پر برابرولو او د مهاجرت پر دایمي حللارو د ټېنګار ترڅنګ، د یوې ګډې تخنیکي کمېټي د جوړېدو وړاندیز هم کړی دی.
د افغان کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي چې د هرات په اسلامکلا کې حالت له نږدې ارزول شوی او یو شمېر غیري خوراکي توکي سیمې ته استول شوي دي.
هغه د ملګرو ملتونو له رهبرۍ د راستنېدونکو افغانونو ستونزو ته د رسېدو په موخه د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې په نږدې راتلونکې کې به د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنره هم کابل ته سفر وکړي.
په افغانستان کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان مشرې میهیونګ پارک له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر ډېردو ته په اشارې د خپلو مالي سرچینو د زیاتېدو یادونه کړې ویلي یې دي چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د نقدي مرستو کچه لوړه کړې وه، خو د جبري ایستلو لړۍ پراخېدو پر نقدو مرستو اغېز کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې هغې د یو لړ ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه هم شریک کړي خو په اړه یې جزئیات نه دی وړاندې شوي.
مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له مرستو او همکاریو د مننې تر څنګ ویلي چې اسلامي امارت د اړتیا وړ توکي او وسایل اسلامکلا ته استولي او احتیاطي تخنیکي ټيمونه هم د رسېدو په حال کې دي.
هغه ویلي چې اسلامي امارت له پاکستانه د راستنېدونکو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې چمتو کړې او دغه راز له یرانه له راستنېدونکو سره به هم مرسته وشي او ټولې امارتي ادارې یې خدمت ته چمتو دي.
مولوي عبدالکبیر له ایران سره د کډوالو په هکله پر درې اړخیزه ناسته ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د کډوالو چارو وزارت له ملګرو ملتونو سره د کډوالو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هرات د اسلامکلا بندر مسوولینو ویلي وو چې د ورځې څه باندې لس زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستنېږي چې له دې ډلې ۷۰ سلنه یې په داوطلبانه او ۳۰ سلنه نور په جبري ډول را ایستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP