Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

واحد نژند خپل تاجکستاني سیال ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار واحدالله نژند د خپل تاجکستاني سیال فریدون‌شاه نظروف پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.

یاده سیالي پرون (شنبه) د المان په هامبورګ ښار په اوکتاګون سازمان کې ترسره شوه او نژند وکولای شول چې په دویم رونډ کې د سبمېشن حرکت له لارې خپل سیال ته ماته ورکړي.

په دې بریا سره واحدالله نژند خپلې بریاوې لسو ته ورسولې او دغه‌راز په خپله کارنامه کې دوه ماتې هم لري.

فریدون‌شاه نظروف تر اوسه په څلورو حرفه‌یي سیالیو کې ګډون کړی او په ټولو کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.