Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو وېشلو لړۍ پیل شوه

فیروزکوه (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د غور د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې معلولینو او د شهيدانو کورنیو ته د حقوقو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د غور د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي ګل‌احمد متوکل پژواک خبري اژانس ته وویل: «په ۱۴۰۴ لمریز کال کې ۳۲۰ میلیون افغانۍ د معلولینو او شهیدانو ورثې د درېیو ربعو حقوق وېشل کېږي چې نن دغه لړۍ پيل شوه.»

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «موږ تر اوسه څه باندې ۴۵ میلیون افغانۍ وېشلې او دغه لړۍ دوام لري څو د دغه ولایت ټولو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته ووېشل شي او ټول خپل حقوق ترلاسه کړي.»

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست سره  ۸۲۱۴ معلول او ۳۱۳۶ د شهيدانو کورنیو ورثه ثبت دي چې د ۹ میاشتو په موده کې به هغوی ته خپل حقوق ووېشل شي.

هغه زیاتوي، هڅه کوي څو له مرکزي چارواکو سره په همکارۍ د لمریز کال د وروستیو میاشتو د اړتیا وړ بودجه هم برابره او معلولو او شهیدانو کورنیو ته ورکړل شي.

په غور ولایت کې ځیني معلول او د شهیدانو کورنیو غړي چې خپل معاشونه یې ترلاسه کړي، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاسته د قدردانۍ ترڅنګ وايي چې که څه هم دغه مرستې د ټولو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي، خو تر یوې اندازې کولای شي خپلې ستونزې پرې هوارې کړي.

یوه معلول عبدالقیوم بهبودي پژواک ته وویل: «معلولینو ته د معاش اندازه توپیر کوي، ځینو ته ۸۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او ځینو ته ۲۱۹۰۰ افغانۍ، البته د معلولیت ډول ته په پام پیسې ورکول کېږي، دغه پیسې ښې دي، زموږ د معلولینو ځیني اړتیاوې پوره کوي.»

نوموړي د غور د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له مسوولینو وغوښتل څو هغه شمېر معلولین چې د کار کولو توان نه ‌لري، هېر نه کړي او نورې مرستې ورسره وکړي.

د فیروزکوه ښار یوه اوسېدونکې مېرمن عیدي ماه وايي: «دوولس کلنه وم چې چپه پښه مې پرې شوې وه او تر ننه مې ډېرې سختۍ وليدې، دوه ماشومان لرم، خاوند مې سپین‌ږیری شوی، د کار کولو وس نه لري، په سختۍ خپل ژوند تېروو، همدا پیسې چې دولت موږ ته راکړې، ډېر خوښ یو او خپل کور ته خوراکي توکي پېرو.»

هغه دغه‌راز له دولت او موسسو غواړي څو د یاد ولایت د معلولینو وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه معلولین د خپلو کورنیو نفقې پیدا کولو لپاره کافي توان نه‌لري.

په غور کې د یوه شهید د کورنۍ غړی عنایت‌الله رحیمي هم د دولت له لوري د شهیدانو د کورنیو معاشونو له وېشلو خوښي څرګندوي او وايي چې په اوسنیو شرایطو کې دغه اندازه پیسې کولای شي د ورور د ماشومانو اړتیاوې یې پوره کړي.

نوموړي زیاته کړه: «ورور مې د ماین په چاودنه کې شهید شو، دوه زامن او یوه لور ترې پاتې شول، ښځه یې هم شته، ژوند یې ښه نه و، دولت د شهید د کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ټاکلې چې دغو مرستو د هغه یتیمان ډېر خوشال کړي، موږ تمه لرو څو دولت او موسسې هم خوراکي او هم غیرخوراکي مرستې د شهیدانو له کورنیو سره وکړي څو ماشومان یې سوال کولو ته اړ نه شي.»

د غور ولایت د شهیدانو د کورنیو او معلولینو حقوق په داسې حال کې وېشل کېږي چې بې‌وزلي او پرله‌پسې وچکالۍ د دې لامل شوې چې ډېری کورنۍ، په ځانګړې توګه معلولین او د شهیدانو کورنۍ له ډېر ستونزو او ننګونو سره مخ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.