Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان کې د سېلابونو له ‌امله ۴۵ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

جیو نیوز ټلوېزیون په یوه راپور کې لیکلي چې د پاکستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولینو پرون ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو ورېدو او سېلابونو راتلو له امله ۴۵ کسان مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې تر ټولو ډېر ۲۱ کسان په خیبر پښتونخوا ایالت کې مړه شوي چې لس په‌کې ماشومان دي.

په راپور کې راغلي، د یادو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۳ کسان په پنجاب ایالت کې او ۱۱ په سند او بلوچستان کې مړه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پاکستان د هواپېژندني ادارې نن د دوشبنې ورځ په کشمیر، پنجاب، اسلام‌اباد او د خیبرپښتونخوا ځینو سیمو کې د باران اټکل کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.