کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د کابل د طبي علومو پوهنتون د روغتیايي موسسو چارو مرستیال، یو شمېر ډاکټرانو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو د «په ماشومانو کې اوتیسم، نښې او د تشخیص او درملنې لارې چارې یې» تر عنوان لاندې د پژواک خبري اژانس راپور د عامه پوهاوي کچې لوړولو برخه کې مهم او ګټور بللی او د ورته راپورونو خپرولو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
پژواک خبري اژانس یاد راپور د روان کال د چنګاښ په ۳مه خپور کړ چې د ډاکټرانو او د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو له لوري یې هرکلی شوی دی.
د داکټرانو هرکلی
د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیايي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمدهاشم ځاځي د واټسپ له لارې د پژواک خبري اژانس له خبریال سره اړیکه نیولې او د یاد راپور د لینک غوښتنه یې کړې ده.
هغه چې یاد راپور یې لوستلی و، له پژواک خبري اژانس څخه یې د یاد راپور د خپرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: «یو ډېر ښه او معلوماتي راپور و.»
دغهراز، د کابل ښار دارالامان کې د نور روغتون یوه موظف ډاکټر همتالله سنګروال هم د واټسپ له لارې د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په اړیکه کې د یاد راپور خپرېدل وستایل او ویې ویل: «خدای دې تاسو ته اجر درکړي چې د روغتیايي ستونزو په برخه کې راپور جوړوئ او خلکو ته عامه پوهای ورکوی او خدمت کوئ.»
نوموړي د یاد راپور خپرېدل مهم ارزولي او وايي چې د هغو کورنیو د عامه پوهاوي کچې لوړېدو لپاره چې داسې ماشومان لري، مرسته کوونکی دی.
د ماشومانو د ښوونې او روزنې او ارواپوهنې متخصص اختر اشنا هم پر خپله فیسبوکپاڼه د دا ډول راپورونو خپرول د هغو کورنیو د پوهې د کچې لوړولو په برخه کې اړین بللي چې پر اوتیسم اختلال اخته ماشومان لري.
هغه لیکلي: «له پژواک خبري اژانس او ګرانو ډاګټرانو څخه مننه چې د اوتیسم په اړه یې معلومات ورکړي دي.»
ورته مهال، د غاښونو د درملنې او ښکلا یو مرکز پر خپل فیسبوک د دغه راپور خپرول د یاد اختلال په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې اړین بللی او ویلي یې دي، د ماشومانو د ناروغۍ په اړه د خلکو او په ځانګړې توګه د مېندو پوهه کمه ده او باید د عامه پوهاوي پروګرامونه لا ډېر شي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکي
د فیسبوک ټولنیزې شبکې یو بل کاروونکي شهرزاد سراج د پژواک خبري اژانس د دغه راپور د تبصرو په برخه کې لیکلي: «له پژواک خبري اژانس څخه مننه کوم چې د دا ډول ګزارشونو خپرولو له لارې کورنیو ته د خبررسونې او رسالت تر څنګ دا ورزده کوي چې د یوې ناروغۍ او ویروس په اړه معلومات تر لاسه کړي، څه ډول یې مخنیوی وکړي او د درملنې په برخه کې یې هڅه وکړي.»
د فیسبوک شبکې یوې بلې کاروونکې ملکې اڅکزۍ لیکلي: «له پژواک خبري اژانس څخه مننه کوم چې دا راپور یې خپور کړی او د خلکو د پوهې ډېرولو لپاره دا ډول راپورونه خپروي، خدای دې وکړي چې هغه کورنۍ چې ماشومان یې په اوتیسم اخته دي، ډاکټرانو ته یې بوځي او درملنه یې وکړي څو راتلونکي کې یې چې ماشوم لویېږي، په ځان او کورنۍ بوج نشي.»
د ټولنیزو شبکو یوه بل کاروونکي نصیبالله مظلومیار د یاد راپور د ستایلو ترڅنګ ویلي، دا راپور د کورنیو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې اغیزناک دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP