Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۱۰۰ مترو ټيټه شوې؛ خلک له سختو ستونزو سره مخ دي

کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د کندهار ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې د ځمکې لاندې اوبو کچه په بې‌ساري ډول ښکته شوې، ډېری څاګانې وچې شوې او اوس له لرو ځایونو د اوبو راوړلو او یا پېرلو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې او مخ پر زیاتېدونکي وچکالۍ سره مخ دی چي د څښاک، کرنې او مالدارۍ د اوبو د کمښت لامل شوې ده؛ کندهار هم یو له هغو ولایتونو دی چې ځیني اوسېدونکي یې د څښاک پاکو کمښت له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې یوه اوسېدونکي محمداکرم پژواک خبري اژانس ته وویل: «مخکې مو په کور کې ۵۰ متره ژوره برمه وه، وچه شوه، بیا مو ۱۲۰ متره برمه ووهله، یو کال وروسته هغه هم وچه شوه، نور مو تر وس تېره شوه، اوس له بل ځایه اوبه راوړو چې ډېرې پیسې راڅخه ځي.»

دی وایي، د کندهار ښار په ډېرو سیمو کې د اوبو کچه سږ کال تر سل مترو زیات ژوروالي ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۷۰ متره وه.

هغه زیاتوي، که د اوبو د کمښت ستونزې ته پاملرنه ونه شي، په راتلونکو څو کلونو کې به تر دې ډېر له ستونزو سره مخ شي.

د کندهار د یوولسمې ناحیې یو بل اوسېدونکی حیات‌الله وایي: «موږ نه په کور کې برمه لرو، نه د نل اوبه لرو، پخوا نږدې برمه وه، له هغې مو اوبه راوړې، خو اوس هغه وچه شوې، د ټانکر اوبه رانیسو چې په پنځه یا شپږ سوه افغانۍ یې راته راوړي.»

هغه وایي چې یادې اوبه بیا په خپل کور کې ذخیره کوي او شاوخوا درې اونۍ ترې استفاده کوي.

د کندهار ښار د لسمې ناحیې یو اوسېدونکی سیدانور بیا وايي چې د اوبو پېرلو وس نه لري، د کور شاوخوا یې د اوبو څاګانې وچې شوې او بچیان یې هره ورځ تر یو کیلومتر لرې ځایه خپل کور ته د یوه جومات له څاه اوبه راوړي.

ده وویل، ماشومانو یې اوبه په بوشکو کې راوړي چې له امله یې ځیني وخت ورته د لاسونو درد هم پيدا کېږي.

یوولس کلنه ګل‌سیمه د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکې ده چې هره ورځ له سلګونه متره لرې ځایه خپل کور ته په بوشکو کې اوبه وړي.

هغه وایي: «زه هره ورځ دلته برمې ته راځم اوبه وړم، لاسونه او پښې مې کله کله درد کوي، غرمه ډېره سخته ګرمې وي، لمر انسان سوځوي خو چې زموږ کره اوبه نه وي بیا مې مور راته وايي، اوبه راوړه، زما زړه نه غواړي چې اوبه یوسم خو په کور کې چې اوبه نه وي، بیا زه او زما خوندې په اوبو پسې راځو.»

د کندهار د اوبو رسولو ادارې مرستیال انجنیر نیازمحمد وايي چې په کندهار ښار کې دا مهال په ۱۱ ناحیو کې یوازې شاوخوا ۱۶ زره کورنیو ته پاکې اوبه رسېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کندهار ښار ټولې ۱۵ ناحیې لري، د ۱۱ ناحیو ډېرو سیمو ته د نل اوبو سیسټم برابر شوی او په ځینو ناحیو کې بیا خلکو په خپلو کورونو کې برمې وهلې خو په ټول کندهار ښار کې خلک د اوبو له کمښته شکایت کوي.

انجنیر نیازمحمد د ځمکې لاندې اوبو د بې‌سارې ټیټېدو اصلي لامل د خلکو له خوا له څار او اجازې پرته د برمو وهل وبلل او پر خلکو یې غږ وکړ چې د خپلسرو برمو مخه دې ونیسي.

دی وایي، سره له دې چې حکومت د خپلسرو برمو کیندل منع کړي خو بیا هم ځیني کسان دغه کار کوي، خلک باید له حکومت سره همکاري وکړي او له دغه کاره لاس پر سر شي.

د هغه په وینا، اوس مهال یوازې په هغو سیمو کې چې سخته ډېره اړتیا وي، د برمې وهلو اجازه ورکول کېږي خو هر څوک اجازه نه لري چې پر خپل سر برمه ووهي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې له تېر کال راهیسې په کندهار ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا ۳۰ متره ټيټه شوې ده.

د چاپېریالي چارو یو کارپوه انجنیر محمدالله نوري وایي، پنځه کاله مخکې کندهار کې د اوبو کچه له ۲۰ تر ۳۰ مترو لاندې وه او له اوسني وضعیت په پرتله څرګند کمښت ښيي.

هغه وویل: «دا بدلون د اوبو د مدیریت، د بارانونو د کمښت او د چاپېريالي بدلونونو په ګډون د بېلابېلو عواملو له امله رامنځته شوی، حل‌لاره یې دا ده چې خلک د برمو له وهلو منع کړل شي، د باران اوبه مهار شي او خلکو ته د نل له لارې د څښاک اوبه ورسول شي او په ولسوالیو کې هم د ژورو برمو یا څاګانو مخه ونیول شي.»

هغه زیاته کړه، د اوبو د مصرف برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه، د دهلې بند د پراختیا پروژې پیل چې په هغه کې کندهار ښار ته د اوبو رسولو پروژه هم شامله ده، هغه څه دي چې د اوبو د کمښت ستونزه حل کولای شي.

د راپورونو له مخې، دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هېواد د چاپېریال‌ساتنې ادارې مسوولینو د تېر کال په پیل کې ویلي وو چې د اقلیمي بدلون له امله په افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.