کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): کابل کې د یوې ناستې ګډونوالو د ځمکې لاندې له اوبو په درېغه استفاده، د ناسمو سونتوکو سوځول، د تېرو جګړو پر مهال د بېلابېلو وسلو استعمال او د ځنګلونو وهل د افغانستان د چاپېریالي ستونزو مهم لاملونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د دې ستونزو د حل لپاره دې د ممبر له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.
دغه غونډه نن (د چنګاښ نهمه) «د افغانستان د چاپېریالي وضعیت ارزونه» تر عنوان لاندې په کابل کې د اړوندو حکومتي چارواکو، دیني عالمانو او د چاپېریالساتنې برخه کې د یوې نادولتي موسسې د استازو په ګډون جوړه شوه.

د چاپېریالساتنې ملي ادارې مشر مطیعالحق خالص په دې ناسته کې وویل چې چاپېریال د ژوند ټولې برخې په بر کې نیسي، نو اړینه ده چې هرې برخې ته یې پام وشي او په ښه ډول وکارول شي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د تېرو جګړو پر مهال بېلابېلې وسلې کارول شوې چې له امله یې چاپېریال ډېر اغېزمن شوی دی.
هغه په هېواد کې په بېرویې ډول ښکار، «په ظالمانه ډول» د ځنګلو پرې کول، د ناسمو سونتوکو سوځول او د ځمکې لاندې له اوبو ناسمه استفاده هغه عوامل وبلل چې چاپېریالي ستونزې رامنځته کوي.
خالص زیاته کړه: «په اسلام کې نشته چې د ځان د شخصي ګټې لپاره نورو ته زیان ورسوې.»
هغه وویل، په هېواد کې په سلګونو زره ژورې څاګانې کیندل شوې چې شپه او ورځ ترې په «بېرویې او اسرافامیزه ډول» اوبه را ایستل کېږي.
د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د ارشاد او دعوت رییس مولوي سعیدالرحمن بغلاني په نننۍ ناسته کې وویل: «اوبه، هوا او اکسېجن، دا ټول د الله ج نعمتونه دي او باید په مصرف کې یې اسراف ونه کړو.»
هغه زیاته کړه چې له ديني اړخه د چاپېریال پاک او خوندي ساتل له دیني ارشاداتو دي او هر انسان مکلف دی چې په ساتنه کې یې ونډه واخلي.
د چاپېریالساتنې برخه کې د فعالې یوې موسسې (رها) مرستیال ذبیحالله صدیقي په نننۍ ناسته کې وویل چې هره ټولنه د خپل اقتصادي پرمختګ ترڅنګ باید چاپېریالي وضعیت ته هم پام وکړي؛ ځکه چاپېریال د ټولو ژوندیو موجوداتو د اوسېدو اصلی ځای دی.
هغه زیاته کړه، له علماوو سره ځکه دا ناسته جوړه شوې، څو د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې یې د دې موضوع په اړه نظرونه واخیستل شي.
د نوموړي په خبره، د علماوو له دغو نظرونو به د هېواد د چاپېریالي وضعیت په اړه د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جوړېدونکي راپور کې ګټه واخیستل شي. هغه وایي، دغه راپور د یادې موسسې او د چاپېریالساتنې ملي اداره په همکارۍ جوړېږي.
ديني عالمانو هم یاده ناسته او د چاپېریالساتنې په اړه د علماوو نظریات مهم وبلل او زیاته یې کړه چې دوی به د محراب او ممبر له لارې د چاپېریالساتنې په اړه ديني ارشادات له خلکو سره شریک کړي.
د ناستې له ګډونوالو د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکي قاري حکيمالله قانت وویل: «داسې غونډې ډېرې مهمې دي، دا چې علمای کرام له ټولنې سره ډېرې نږدې اړیکې لري، کولای شي په ښه ډول پيغام تر خلکو ورسوي.»
دیني عالم مولوي خلیلالله خلیلي وویل چې د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د چاپېریالساتنې په اړه ډېرې حللارې شته او دی به د چاپېریالساتنې برخه کې اړین معلومات تر خلکو ورسوي.
هغه زیاته کړه: «الله ج فرمایلي، موږ هر څه پر اوبو ژوندي ساتلي، نو دا چې اوبه یوه دومره مهمه ماده ده، اړینه ده چې په مصرفولو کې یې له اسرافه کار وانه خيستل شي او باید پاکې وساتل شي.»
د ناستې ګډونوال په دې اړه ګروپي کار کوي، څو ګډې حللارې په ګوته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP