Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات د صنعتي ښارګوټي عمومي سړک پخولو پروژې چارې پیل شوې

هرات (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۴): د هرات ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي د عمومي سړک پخولو پروژې چارې د نږدې ۵۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.

د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام‌جار د یادې پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل چې په هېواد کې د امنیت او روڼتیا په تامنېدو سره د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او سوداګر او صنعت‌کاران باید له دغه فرصته ښه ګټه واخلي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه د یادې پروژې د پیلېدو ستاینه وکړه او له نورو سوداګرو او صنعت‌کارانو یې وغوښتل څو په داسې نوښتونو د ښار او هېواد په بیارغونه، پراختیا او پرمختګ کې ونډه واخلي.

ورته مهال، د ګذرې ولسوالۍ ښاروال مفتي جمال‌الدین مسرور وویل چې یاده پروژه د ۵۰ میلیونه او ۹۹۶ زره افغانیو په ټولیز لګښت د هرات – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د ۲۸۰۰ مترو په اوږدوالي او ۹ مترو په سور په شپږو میاشتو کې پلې کېږي.

بلخوا، د هرات د کانونو رییس ناصر امین د یاد سړک پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ وویل چې د یادې پروژې د لګښت نیمايي برخه د صنعت‌کارانو له لوري ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه چې د یاد سړک پخول به د انتقالاتو برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د سپکو او درنو وسایطو د استهلاک کمېدو لامل به وګرځي.

د ویلو ده، د هرات صنعتي ښارګوټی چې اوسمهال د هېواد په لوېدیځ کې یو له مهمو اقتصادي قطبونو شمېرل کېږي، په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۱۵۰۰ فعالو کارخونو کوربه دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.