شبرغان (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د سواد زدهکړو په یوه کوچني ټولګي کې یو شمېر لوړ عمر لرونکي ښځې او ځوانې نجونې په لیک لوست بوختې دي؛ دغه زمینه د یوې داسې ښځې له لوري چې خپله یې هم په ماشومتوب کې زدهکړې نه دي کړې، برابره شوې ده.
۳۸ کلنه سایره جمالزاده چې له شپږو اولادونو سره د جوزجان د مرکز شبرغان د قوره په نوم کلي کې اوسېږي، په ماشومتوب کې یې یوازې تر درېیم ټولګي زدهکړې کړې دي، خو اوس یې سلو ښځو او نجونو ته د سواد زدهکړو ټولګی جوړ کړی دی.
سایره په ارام او هیلهمن غږ وايي: «ښوونځی مې تر درېیم ټولګي لوستی، د کورنۍ ستونزو له امله مې ونه شو کړای دوام ورکړم، اوس غواړم هماغه درس چې له لاسه مې ورکړی، نورو هغو ښځو او نجونو ته ورکړم چې زما په څېر له ښوونځي پاتې شوې دي.»
د سایرې په کورس کې د قرانکریم، دري ژبې، ریاضي او دیني علومو زدهکړې ورکول کېږي او ډېری زدهکوونکي یې داسې ښځې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور له غاړې ده او په کلک هوډ پهکې ګډون کوي.
سایرې د کتابونو او درسي توکو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل: «د پوهنې ریاست موږ ته کتابونه راکړي، خو کافي نه دي.»
هغې زیاته کړه چې ۴۰ او ۵۰ کلنې ښځې او ځوانې نجونې په دغه کورس کې د لیکلوست په زده کولو بوختې دي.
په همدې حال کې، د دغه کورس یوه ښوونکې ذکیه وايي چې په دغه ټولګي کې زدهکوونکو ته د نورو مضمونونو ترڅنګ اسلامي کتابونه هم تدرسېږي.
نوموړې وايي، په یاد کورس کې ډېری زدهکوونکې له بېوزلو کورنیو دي او ان د قرطاسیې پېرلو وس هم نهلري، که د کوم خیریه بنسټ له لوري له دغه روزنیز مرکز سره مرسته وشي، سره له دې چې د زدهکوونکو لپاره به قرطاسیه ووېشل شي، نور ډېر زدهکوونکي به هم جذب کړي.
د یاد روزنیز مرکز زدهکوونکي خوښ دي
د سواد زدهکړو ټولګي کې، چېرې چې د کتابونو د پاڼو اړولو او د الفبا تورو زمزمه کولو غږونه دي، د بيبي جانې په نوم یوه ناسته ۵۸ کلنه ښځه چې زوړ ټکری یې پر سر دی خو په روښانه سترګو او موسکا خپل درس ته غوږ ده؛ د یاد ټولګي یوه له ډېرو لېوالو زدهکوونکو ده.
هغه وايي: «کله چې نجلۍ وم، موږ نجونو ښوونځي ته د تګ اجازه نه درلوده، اوس غواړم نومونه ولوستلای شم، د دوکان او روغتون ځای وپېژنم او له بېسوادۍ ووځم، هره ورځ په یوه هیله راځم، ان تر دې چې که پښې مې هم درد کوي.»
خو اوس له هغه ترخه محرومیته کلونه وروسته بيبيجانه هره ورځ په لېوالتیا ټولګي ته راځي؛ ان که پښې یې درد هم کوي او که لاره ډېره اوږده هم ده.
د بيبيجانې په څېره کې د کلونو صبر او خاموشي لیدل کېږي، هغه څه چې تر ټولو ډېر لیدل کېږي، د هغه نظر روڼتیا ده چې اوس هم راتلونکي ته هیله لري، د هغې داستان د هغې ښځې کیسه ده چې هيڅکله یې د زدهکړو لپاره ناوخته ونه ویل او چې له هرې کلمې چې زده کوي یې، د ژوند یوه برخه پرانیزي.
بيبيجانې د خپل عمر ډېر کلونه په ځمکو کې په کار کولو تېر کړي، د پنځو ماشومانو مور ده او اته لمسيان لري.
دا یوازې بيبيجانه نه ده چې په بوډاتوب کې د سواد زدهکړو لپاره هڅه کوي، د هغې ترڅنګ بله ۶۵ کلنه ښځه ناسته ده، هغه هم ډېره هڅه کوي څو لیک لوست زده کړي.
یاده مېرمن چې ساجده نومېږي، په روښانه سترګو او لړزېدونکو لاسونو خو په پیاوړي هوډ یې په ګوتو کې قلم نیولی او هغه توري لیکي چې ښوونکې یې پر تخته ورته لیکلي.
ساجده چې د شبرغان ښار اوسېدونکې ده وايي، واده یې کړی، څلور زامن او دوه لوڼې او شپږ واړه لمسيان لري.
هغه وايي، دا چې په دغه عمر یې درس ته مخه کړې، تازه د زدهکړو په خوند پوه شوې ده.
هغې دغهراز زیاته کړه: «ټول عمر مې دا ارمان و چې کاشکې مې سواد درلودای، تل مې غوښتل ښوونکې شم خو ژوند لاره وتړله، اوس چې کله قلم را اخلم او یوه کلمه لیکم، داسې حسوم چې بیا زېږېدلې یم.»
ساجده د مسکا په کولو کتابچې ته ګوري او وايي: «سمه ده چې د ماشومتوب هیلو ته ونه رسېدم خو خوشحاله یم چې اوس هم زدهکړې کولای شم او د خپلو هیلو یوه برخه پوره کولای شم.»
په دغه کورس کې د شبرغان ښار یوه اوسېدونکې ۱۴ کلنه مریم هم په لیک لوست بوخته ده.
هغه چې د کورنیو ستونزو له امله ښوونځي ته له تلو محرومه پاتې وه، د دغه کورس له جوړېدو یې ستاینه وکړه او ویې ویل: «موږ ټول په ډېره مینه درس لولو.»
هغه له اسلامي امارته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي او د هغو کسانو لپاره چې له ښوونځیو محروم پاتې شوي، د چټکو زدهکړو ټولګي جوړ شي.
د سواد زدهکړو کورس ګډونوال د دغه ډول پروګرامونو د ډېرېدو غوښتونکي دي.
بلخوا، د جوزجان د پوهنې ریاست د سواد زدهکړو عمومي مدیر محمدرفیق زاهدیار وویل، د دغه ولایت په ۱۴۹ کورسونو کې ۳۹۴۷ زدهکوونکي چې هم اناث او هم ذکور پهکې شامل دي، د لیک لوست په زده کولو بوخت دي.
نوموړی وايي چې په یادو کورسونو کې ۷۸ ښوونکي په تدریس بوختې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP