Language

کاپیسا کې یوه ځوان له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې

محمودراقي (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوان د مالي موضوع پر سر له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فریدون په نوم دغه شاوخوا شل کلن ځوان نن له غرمې مخکې خپل ځان په ونه پورې راځوړند کړی او مړی شوی دی.

هغه وویل چې دغه پېښه د کاپیسا د مرکز د پنځمې حوزې اړوند په ولي‌خېل کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د پېښې اصلي لامل د پیسو پر سر د زوی او پلار ترمنځ لفظي شخړه وه.»

فایز وویل چې د یادې پېښې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.

د یوې امنیتې سرچینې په خبره، پرون په کندهار ښار کې هم یوه ځوان د رواني ستونزو له امله ځان‌وژنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ځان‌ژونه د سلام له نظره حرامه ده؛ که یو څوک د رواني او کورنیو ستونزو له امله د دې لویې ګناه ترسره کولو په فکر شي، باید پوه شي د مرستې او ملاتړ لارې شته؛ هغوی کولای شي پر الله (ج) د توکل، له کورنۍ او خپلوانو سره د خبرو او یا له یو چا سره د مشورې له لارې خپلو ستونزو له حل‌لاره پیدا کړي.