Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې په یوه فابریکه کې چاودنه؛ ۳۹ کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د هند په تیلنګانه ایالت کې پرون په یوه فابریکه کې چاودنه شوې وه چې له امله یې ۳۹ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

رویټرز نن په يوه راپور کې ویلي، د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم خو د تیلنګانه ایالتي چارواکو  د پېښې د څېړلو لپاره پنځه‌کسیزه پلاوی ګومارلی دی.

د هندي ځايي چارواکو په وینا، په دغه پېښه کې ۳۹ کسان وژل شوي او  ۳۴  ټپیان دي.

د تیلنګانه ایالت د اوروژنې د خدماتو رییس جي وي نارایانا راو ویلي: «د فابریکې ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او موږ لا هم پلټنه  کوو، وروسته به معلومه شي نور کسان هم تر خاورو لاندې شته او کنه.»

دغه‌راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن سه‌شنبه هم په یوه بله پېښه کې د هند د تامل ناډو ایالت د سیواکاسي صنعتي کمپلېکس په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.