Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې پر یوې قهوه‌خونې د اسراییلو برید درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په غزه کې پر یوې قهوه‌خونې د اسراییلو په هوایي برید کې تر ۳۹ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په لوېدیځه غزه کې روغتیاپالانو او عیني شاهدانو ویلي چې د سمندر غاړې دې قهوه‌خونې ته چې اسرائیلو پرې هوایي برید کړی، معمولاً مدني فعالان، خبریالان او ځايي اوسېدونکي ورځي.

د الجزیرې د راپور له مخې، په دغه برید کې ۳۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. الجزیرې د ټپیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه زیاتوي چې یو خبریال اسماعیل ابو هتاب، ښځې او ماشومان هم په یادو ۳۹ کسانو کې شامل دي چې د یوه تن د زوکړې ورځې د نمانځلو لپاره یادې قهوه‌خونې ته ورغلي وو.

عیني شاهد یحيی شریفي الجزیرې ته ویلي: «موږ خلک ټوټې ټوټې پیدا کړل. دا ځای په هیڅ چا پورې تړاو نه درلود – نه سیاسي او نه هم پوځي. دا ځای له هغو خلکو ډک و چې د زوکړې د مراسمو لپاره راټول شوي وو.»

د یوې ځايي پروډکشن کمپنۍ ویډیو ثبتوونکي عزیز العفیفي د پېښې په اړه بي‌بي‌سي ته ویلي: «زه د انټرنېټ کارولو لپاره قهوه‌خانې ته پر لاره وم، چې زوروره چاودنه وشوه. زه له هغه ځایه وتښتېدم، همکاران مې همالته وو، بوږنوونکې صحنه وه، هر لور مړي وو، وینې وې، چیغې وې.»

خو بي‌بي‌سي پنځه ساعته مخکې لیکلی چې په غزه کې د ملکي دفاع ادارې یوه ویاند ورته ویلي، د الباقه کیفیټریا له کنډوالې مرستندویانو تر اوسه ۲۰ مړي راایستلي او دې پېښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

اسرائیلو تر دې وړاندې هم غزه کې پر ملکي خلکو ورته بریدونه کړي دي.

راپورونه ښیي چې تر اوسه د اسراییلو په بریدونو کې څه باندې ۵۶۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۳۳ زره ډېر ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.