Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ د سوریې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو لغوه کولو اجرايي فرمان لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴): ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره د سوریې پر وړاندې د متحده ایالتونو ډېری اقتصادي بندیزونه لغوه کړي دي.

اسوشیټېډ پرېس د سپينې ماڼۍ د ویاند کارولین لیویټ له قوله راپور ورکړی چې دغه اقدام «د سولې او ثبات پر لور د هېواد د مسیر د ملاتړ او ترویج» لپاره شوی دی.

ورته مهال، د امریکا د مالي اطلاعاتو او ترهګرۍ په چارو کې د ماليې وزارت موقت مرستیال برد اسمیټ خبریالانو ته ویلي: «دغه اجرايي فرمان د نړۍوال مالي سیسټم له انزوا د سوریې د ایستلو، د نړۍوالې سوداګرۍ زمینې برابرولو او له متحده ایالتونو او له خپلو ګاونډیو څخه د پانګونې د تحریک لپاره صادر شوی دی.»

د راپور له مخې، د امریکا دغه فرمان پر پخواني ولسمشر بشار اسد، د هغه پر لوړپوړو سلاکارانو، د کورنۍ پر غړو او نورو حکومتي چارواکو لګېدلي بندیزونه چې د بشري حقونو د نقض، د نشه‌یي توکو د قاچاق یا د سوریې د کیمیاوي وسلو د پروګرام برخه دي، نه لغوه کوي.

د یادونې ده، ټرمپ د روان میلادي کال په مې میاشت کې د سوریې له موقت ولسمشر احمد شرع سره په سعودي عربستان کې لیدنه کړې وه.

ټرمپ په یاده لیدنه کې شرع ته ویلي وو چې د امریکا او سوریې ترمنځ په اړیکو کې به یو عمده سیاسي بدلون راولي، بندیزونه به لرې کړي او د اړیکو عادي‌ کول به وارزوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.