Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې ترافیکي پېښې نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

شبرغان (پژواک، ۱۱چنګاښ ۱۴۰۴): جوزجان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خواجه دوکو ولسوالۍ کې د جوزجان ـ فاریاب پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن (چهارشنبه) سهار شاوخوا ۷:۴۰ بجې د دغه ولایت د خواجه دوکو ولسوالۍ اړوند «د لیلې دښتنې د شهیدانو مدرسه» سیمه کې د یوه سراچه او استانه موټرو ترمنځ شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې څلورو کسانو ژوند بایللی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د سرچینې په خبره، د پېښې ټپيان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

حلیمي د یادې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي یاده کړه او ویې ویل چې د پرله‌پسې خبرداریو او سپارښتو سربېره هم ځینې موټر چلوونکي بې‌غوري کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.