Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي

فیروزکوه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴): غور کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې له تېرو جګړو پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري یاد خبر تایید کړی او ویلي یې دي، دغه پېښه پرون غرمه د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په لوېدیځ کې په بند باین سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده مرمۍ په سیمه کې له تېرو جګړو پاتې وه او هغه مهال چاودېدلې چې ماشومانو پر مرمۍ لوبې کولې.

بدري څرګنده کړه چې د یادې پېښې قربانیان کوچیان وو او د غره په لمنه کې یې څاروي څرول.

د یادونې ده، مخکې له دې هم څو ځلې په غور کې له تېرو جګړو پاتې چاودېدونکو توکو له امله ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.