کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اندونیزیا د بالي ټاپو په یوه ساحل کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ نور نادرکه دي.
الجزیرې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې ویلي چې دغه پېښه د اندونیزیا د بالي ټاپو په تفریحي سیمه کې شوې چې په کښتۍ کې د ټولو ۶۵ سپرو کسانو له ډلې ۲۳ یې ژغورل شوي دي.
په راپور کې د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې له قوله لیکل شوي چې ژغورونکو ډلو د ۳۸ لادرکه کسانو د پیدا عملیات پیل کړي دي.
د یادونې ده چې د روان مېلادي کال په مارچ کې هم په بالي ټاپو کې یوه کښتۍ چې ۱۶ کسان پهکې سپاره وو، ډوبه شوې وه چې له امله یې یوې ښځې ژوند بایللی و او یو بل کس ټپي و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP