Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۱۲۲ لوبغاړو ترمنځ د بوکس سیالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲۲ لوبغاړو ترمنځ د بوکس سیالۍ پیل شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د دغه ولایت په دولتي جمنازیم کې د دوو ورځو لپاره ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د ورزشکارانو د هڅولو، د استعدادونو د ودې، غوره همغږۍ رامنځته کولو، او د بوکس ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره کېږي.

په همدې حال کې، هغه ورزشکاران چې په دې سیالیو کې یې ګډون کړی، خوښي څرګندوي او وایي چې دغه ډول سیالۍ باید نورې هم ډېرې شي.

د یادونې ده، تېره شنبه او یک‌شنبه په غزني کې د اتو ولایتونو ترمنځ د شاوخوا سلو ورزشکارانو ترمنځ د «اوسپورټ» سیالۍ ترسره شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.