Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار همېشه‌بهار سب‌سټېشن کې د ۳۰ ميګاواټه «کپسیټر بانک» نصبولو چارې پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ننګرهار همېشه‌بهار سب‌سټېشن کې د ۶۵ میلیون افغانیو په ارزښت د ۳۰ مېګاواټه «کپسیټر بانک» نصبولو چارې پیل شوې.

د افغاسنان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې په هېواد کې د برېښنا ګڼو نيمګړو پروژو بشپړولو لپاره بودجه ځانګړې شوې او په بشپړېدو سره به یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د افغانستان برېښنا شرکت د برنامو رياست د تطبيق مرستيال دوکتور عبدالقاهر عابد خپله وینا کې وویل چې د وارداتي ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا د مزو لېږد پروژې چارو په بشپړېدو سره به په هېواد کې د برېښنا انرژۍ کچه زیاته او ګڼې ستونزې به ورسره حل شي.

دغه راز، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی او د علماوو شورا رييس شيخ حضرت‌جان حنفي په خپلو ویناوو کې د برېښنا ټولې تخنیکي پروژې ولس ته د خدماتو کیفیت لوړېدو برخه کې اغېزناکې وبللې او د برېښنا انرژۍ تأمين برخه کې یې د خلکو همکاري اړينه وبلله.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونې ريیس حاجي تور ملنګ شګیوال د برېښنا د دې سترې پروژې په اړه وویل چې دوی له اوږده مهال راهیسې ورته په تمه وو، څو یې برېښنا پیاوړې او د دوی ستونزې ورسره حل شي.

د یادونې ده، د افغانستان برېښنا شرکت له دې مخکې د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره د ۴۰ ميګاواټو په ظرفیت او د لغمان ولایت لپاره د ۱۰ ميګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاوو جوړولو پروژو چارو د پیل پرانيستنه هم وکړه چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد په ختیځ کې مثبت بدلونونه راشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.