Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: محمودشاه حبیبي له اسلامي امارت سره بندي نه دی

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانی‌الاصله امریکايي وګړي محمدشاه حبیبي کورنۍ د عریضې پر بنسټ یې ټول اړوند ارګانونه کتلي خو داسې هيڅ کومه نښه یې نه ده موندلې چې هغه دې د اسلامي امارت د کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.

د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت «د عدالت لپاره د جایزې» پروګرام د محمودشاه حبیبیي موندلو لپاره د معلوماتو ورکولو پر سر پنځه میلیون ډالره جایزه وټاکله.

د یاد پروګرام د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي: «د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د محمدشاه حبیبي چې یو امریکايي سوداګر دی او د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰مه په افغانستان کې نادرکه شوی، پیدا کېدو او راستنېدو په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر پنځه میلیون ډالر جایزه ورکوي.»

مخکې له دې، د یو شمېر امریکایي سرچینو له قوله ځیني راپورونه خپاره شوي چې په هغو کې ادعا شوې چې محمودشاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د غویي میاشتې په ۱۰مه له یو شمېر همکارانو سره د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې له لوري په کابل کې نیول شوی دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (پنج‌شنبه) په یوې خبرپاڼه کې د محمودشاه حبیبي د نادرکه کېدو او نیول کېدو په اړه د امریکا له لوري د استخباراتو پر عمومي ریاست پورې شوي تورونه رد کړي دي.

هغه وايي، د اسلامي امارت د منظور شوي قانون له مخې، د استخباراتو د عمومي ریاست په شمول د اسلامي امارت ټول بنسټونه د بندیانو حقونو رعایت ته ژمن دي او مکلف دي چې نیول شوي کسان پر ټاکل شوي وخت عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.

هغه څرګنده کړې: «د افغانستان اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په توګه دې ته اړتیا نه لري، هغه څوک چې د جرم شک پرې کېږي، ونیسي او پټ یې وساتي، مخکې له دې هم د متحده ایالتونو په ګډون د یو شمېر هېوادونو وګړي د افغانستان له نافذه قانونینو د سرغړونې له امله توقیف شوي وو، هغوی له خپلو کورنیو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې وو او عدلي او قضايي ارګانونو د هغوی په اړه څرګند اجراات ترسره کړل او په دې اړه له اړوندو هېوادونو سره هوکړه هم شوې ده.»

مجاهد ویلي، د دې ترڅنګ اسلامي امارت د نادرکه شوو کسانو موندلو لپاره د شکایتونو اورېدو ریاست ته یوه دایمي کمېټه ګومارلې چې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره په ګډه د هغو کسانو موندلو برخه کې چې په بېلابېلو لاملونو او مختلفو وختونو کې نادرکه شوي، څېړنه وکړي.

د یادونې ده، محمودشاه حبیبي د تېر حکومت پر مهال د افغانستان د ملکي هوانوردۍ ادارې د ریاست ترڅنګ بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.