غزنيښار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ): د غزني ولایت د مرکز اړوند د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وایي چې لا هم په خپلو ورځنیو چارو کې له شخصي برېښنا ګټه اخلي چې په لوړه بیه ورته تمامېږي او غوښتنه کوي چې وارداتي برېښنا دې ورکړل شي.
د غزني ښار د دويم ګذر وکیل شفیقالله دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، برېښنا د خلکو د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره اړینه ده خو کلونه کېږي چې په دغه ولایت کې د برېښنا ستونزې حل ته سم پام نه دی شوی.
هغه زیاته کړه، د دغه ولایت د مرکز اړوند د قلعه عشرت، میرویس مېنه، رمضان ښارګوټی، پوهنتون ښارګوټی، دعوت مېنه، خیراباد، احمداباد، اربابا، فرید بابا، د علي لالا او نورې هغه سیمې دي چې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ په کې اوسېږي خو تر اوسه ورته وارداتي برېښنا نه ده رسېدلې.
د یادو سیمو بل قومي مشر حیدرخان هم وایي، غزني ته ورغلې ورداتي برېښنا د دوی سیمو ته نه ده غځول شوې او اړ دي چې په څو چنده لوړه بیه له شخصي برېښنا ګټه واخلي.
هغه وویل: «که دوکانونه دي، که کورونه دي، که تعلیمي ځایونه او که کارخانې دي، دا ټول له ستونزې سره مخ دي؛ په شخصي لګښت یې برېښنا تېره کړې، خو هغه د دوی پر اقتصاد باندې ډېر سخت تمامېږي او زیان ویني.»
د یادو سیمو ځیني نور اوسېدونکي هم وایي چې تر اوسه د دغه سيمو خلک له جنراټوري یا لمریزې برېښنا ګټه اخلي چې ډېره کله له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
د غزني حوزې برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال انجینیر عزتالله وحدت بیا وایي: «د غزني ښار په ډېرو سیمو کې د ولسونو په همکارۍ برېښنا وصل شوې چې د بودجې نشتوالي له امله په یادو سیمو کې تر اوسه برېښنا نشته، د یادو سیمو له ډلې یې د ځینو سیمو منظوریاني سږ کال اخیستې، سروې یې ترسره شوې، ځایونه تعیین شوي او په لنډ وخت کې به یې کارونه پیل شي.»
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د غزني د مرکز اړوند اویا سلنه اوسېدونکو ته برېښنا رسول شوې، یوازې ۳۰ سلنه اوسېدونکي له برېښنا محروم دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP