Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په لوګر کې ۶۵ شنې خونې جوړوي

پل‌علم (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د لوګر د کرنې ریاست مسؤولین وایي چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د دغه ولایت د مرکز پل‌علم په ګډون پنځو ولسوالیو کې ۶۵ شنې خونې جوړوي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ريیس مولوي شیراقا پیر حبیب‌الرحمن جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دا شنې خونې د مرکز پل‌علم او څلورو ولسوالیو بزګرانو ته د ۱۱ میلیون افغانیو په مالي لکښت د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو شنو خونو له جوړېدو سره به د لوګر بزګران وکولای شي چې په هر فصل کې تازه سبزي او محصولات بازار ته وړاندې کړي.

بلخوا، د لوګر د مرکز پل‌علم یوه بزګر محمداجمل پژواک ته وویل، خوښ یو چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP)  له لوري د لوګر بزګرانو ته شنې خونې جوړیږي.

هغه د کرنې او مالدارۍ پر وزارت او مرستندویه مؤسسو غږ وکړ چې د کرکېلې او بڼوالۍ د عصري کېدو او کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې برخه کې د لوګر کروندګرو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت کرنیز ولایت دی چې ډيری اوسېدونکې یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.