Language

یو خیریه بنسټ په اسلام‌کلا بندر کې هره ورځ پنځه‌زره راستنېدونکو ته خواړه وېشي

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): له ایرانه د افغان کډوالو د بهیر په چټکېدو سره یو خیریه بنسټ د هرات په اسلام‌کلا بندر کې هره ورځ پنځه‌زره راستنېدونکو کډوالو ته چمتو شوي خواړو او معدني اوبه وېشي.

د یادونې ده، دغه پروګرام نن د «اناردرې خلکو خیریه بنسټ» له لوري پیل شوی دی.

د اناردرې خیریه بنسټ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په ویاړ سره اعلان کوو چې نن د اناردرې د خلکو خیریه بنسټ له لوري څه باندې پنځه‌زره راستنېدونکو افغانانو ته د ګرمو خوړو او سړو اوبو وېشلو لړۍ پیل شوه.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروګرام نن (جمعه) سهار لس‌نیمې بجې د اسلام‌کلا بندر په صفري نقطه کې پیل شو؛ در ورځې پنځه‌زره راستنېدونکو ته د وریجو، غوښې، قورمې په ګډون د ګرمو خوړو او سړو اوبو بستې وېشل کېږي.

سرچینې د دغه اقدام موخه د بېړنیو مرستو چمتو کول، د انساني کرامت ساتل او په راستنېدو کې د کډوالو د سختو شرایطو له امله د رامنځته شوو فشارونو کمول ښودل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.