Language

غور کې د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې

فېروزکوه (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ۲۰ ورزشکارانو په ګډون «د همدردۍ او دوستۍ جام» په نوم د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې.

د غور د بدني روزنې او سپورت امریت تخنيکي او مسلکي مدیر جان‌محمد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سیالۍ پرون مازدیګر (پنج‌شنبه) د ۲۰ ورزشکارانو په ګډون له ۵۰ تر ۷۰ کیلوګرام وزنونو کې د غور په مرکز فېروزکوه ښار ترسره وشوې.

حیدري وویل چې یادې سیالۍ د بدني روزنې او سپورټ د ودې او د لوبغاړو ترمنځ د یووالي په موخه د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.