Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا برادر: د ایکو سازمان غړي هېوادونه دې د روسیې په څېر اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې په څېر دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.

اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (د چنګاښ ۱۳مه) د اذربایجان هېواد په خنکندي ښار کې د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه.

ملا برادر په خپله وینا کې ویلي، د اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د دوام په پایله کې د روسیې فدراسیون له خوا پر رسمیت وپېژندل شو او دوی د دغه ګام تود هرکلی کوي.

هغه زیاته کړې: «له همدې امله له ایکو سازمان سره د افغانستان د ژورې او اوږدمهاله همکارۍ په رڼا کې، د یاد سازمان له غړو هېوادونو هیله لرو چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې فدراسیون په څېر دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.»

نوموړي دغه راز د اسلامي امارت د اقتصادمحوره بهرني سیاست، په افغانستان کې د شوو اقتصادي پرمختګونو، د پانګونې لپاره د موجوده فرصتونو او د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزو مهمو اقتصادي پروژو د تطبیق او بشپړولو لپاره د رامنځته شوو فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې.

سرچینه کاږي چې د ریاست‌لوزرا اقتصادي مرستیال د ایکو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې له یوه باثبات، باوري او همکار افغانستان سره د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دوامداره پرمختګ او همغږۍ فضا جوړېدو ترڅنګ د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې، چاپېریال‌ساتنې او اقلیمي بدلونونو برخو کې له نږدې کار وکړي.

هغه د دې په ویلو سره چې افغانستان په یادو برخو کې له خپل لوري بشپړ چمتووالی لري زیاته کړې: «موږ باور لرو چې د ایکو سازمان غړو هېوادونو اقتصاد هغه وخت ښه وده کولای شي چې افغانستان هم د دې معادلې متحرکه برخه وګرځي.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وړاندیز کړی چې د اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې، یعنې اتلسمه سرمشریزه دې په کابل کې ترسره شي.

نوموړي ویلي: «موږ د دې سترې او ارزښتناکې ناستې د کوربه‌توب لپاره بشپړ چمتووالی لرو.»

ملا برادر په پای کې د فلسطین له خلکو سره د افغانستان اسلامي امارت خواخوږي یو ځل بیا څرګنده کړې ویلي یې دي: «هغه ظلم چې د غزې پر مظلوم ولس کېږي، باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

هغه زیاته کړې: «موږ د فلسطین د ازادۍ او د بیت‌المقدس د اسلامي هویت د خوندي‌ ساتلو پوره ملاتړ کوو.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.