Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایرانه د هرات له لارې څه باندې ۳۱ زره افغان کډوال راستانه شوي

هرات (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایرانه د اسلام‌کلا بندر له لارې څه باندې ۳۱ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ او کډوالو ته د رسېدو کمېسيون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د پلاوي رییس مولوي احمدالله متقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د یادو راستنو شوو له ډلې ۲ زره او ۳۵۲ کورنۍ چې  ۱۸ زره او ۸۱۶ کسان په‌کې شامل دي، په زور له ایرانه هېواد را ایستل شوي شوي.

د سرچینې په خبره، ۷۴۹ کورنۍ چې ۵ زره او ۹۹۲ کسان دي، په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

پر دې سربېره، ۲ زره او ۶۳۹ مجرد کسان په زور او ۳ زره او ۸۵۶ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.

متقي زیاته کړه چې د کډوالو په راتګ کې د بې‌سازي زیاتوالي ترڅنګ ۲۷ بې‌سرپرسته ماشومان هم پېژندل شوي او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره د افغانستان د کلیوالي بیارغونې ادارې (RRAA) دفتر ته معرفي شوي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون رییس ویلي چې د اسلامي امارت د طرزالعملونو له مخې، د مخکنیو راستنو شوو په ګډون ۳ زره او ۵۸۳ کورنیو ته په مستقیم ډول مرستې وېشل شوې دي.

دغه راز، ۷۹۶ کسان کډوالو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (IOM) له روغتیايي او ۱۹۰۵ کسان د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) له خدماتو برخمن شوي دي.

د یادونې ده، د ښځو د ټولنیزو خدماتو موسسې (WASSA) د معیشت برخه کې ۲۰ زره ۸۶۰ کسانو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.