Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: تمه ده حماس په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د اوربند په اړه خپل دریځ روښانه کړي

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ویلي، تمه لري چې حماس په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند د طرحې په تړاو خپله پرېکړه وکړي.

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د جمعې ورځ ویلي، ښايي په ۲۴ ساعتونو کې معلومه شي چې ایا حماس په غزه کې د اوربند لپاره «وروستي وړاندیز» مني او کنه.

ټرمپ ویلي: «موږ به وګورو چې څه پېښېږي، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به پوه شو.»

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چنګاښ په ۱۱مه ویلي وو چې اسرائیل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند له وړاندیز شوې طرحې سره هوکړه کړې او له حماسه یې هم غوښتي چې دغه طرحه ومني.

 ټرمپ یاده طرحه د «وروستي وړاندیز» په توګه یاده کړې وه او ویلي وو چې دغه وړاندیز به د قطري او مصري منځګړو له له خوا حماس ته وړاندې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.