Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: له پوتین سره ټیلېفوني خبرې د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه بې‌پایلې وې

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وروستیو ټیلېفوني خبرو یې د اوکراین جګړې پای ته رسولو په تړاو هڅو کې هیڅ پرمختګ نه درلود.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سهار (پنج‌شنبه) له ولادیمیر پوتین سره ټیلېفوي خبرې کړې دي.

سرچینې لیکلي، ټرمپ خپله ټیلېفوني اړیکه چې موخه یې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسول وو، بې پایې بللې ده.

په راپور کې د کرملین د یوه مرستیال په حواله راغلي چې د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې مسکو به د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د «ریښو» د حل لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

سرچینې زیاته کړې، له یادې ټیلېفوني اړیکې څو ساعته وروسته اوکرایني چارواکو ویلي چې ظاهراً د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو ترسره شوی برید د کي‌یف په شمالي څنډو کې په یوه اپارتمان کې د اورلګېدنې لامل شوی چې دا په جګړه کې یو څه بدلون ښيي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.