Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني د سلطان بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د سلطان د اوبو بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې د څه باندې ۱۰۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور نن غزني کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د دې پروژې چارې به چې ټولټال څه باندې ۱۰۹ میلیون افغانۍ لګښټ پرې راځي، د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه چې په دې پروژه کې تر دوه‌نیم متر پورې د بند لوړول، د بند تر ګواښ لاندې سیمو بیارغونه او ټینګښت، د پاورهاوس جوړونه، د پایپونو، دروازو او پرچاوونو بیارغونه، د چک او کنټرول د سانسورونو نصبول، د لمریزې برېښنا ګروپونو نصبول او د ساتونکو د ودانۍ جوړول شامل دي.

د نوموړي په خبره چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون مترمکعب اوبو څخه ۱۳ میلیون مترمکعب اوبو ته لوړه شي چې په ټوله کې به نږدې ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه ترې خړوبه شي.

دغه راز، د غزني والي مولوي عبدالصمد جاوېد هم د اوبو او انرژۍ وزارت کړنې وستایلې او د سلطان بند د ساتنې او څارنې یاده پروژه یې د اوبو د مدیریت برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته‌راوړنه وبلله.

همدارنګه په یاده غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم وویل، د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان خلک هره ورځ د امن په فضا کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولګټو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ د قلعه‌نو سیمې یو اوسېدونکي حاجي حسین وايي، د یاد بند لپاره دې نور اساسي کارونه هم ترسره شي، څو د غزني ډېر اوسېدونکي یي له اوبو ګټه پورته کړي.

هغه پژواک ته وویل، که د دغه بند چارې سمې ترسره شي، نه یوازې د غزني د مرکز، بلکې د خواجه عمري او اندړو او د میدان‌وردګو د جغتو ولسوالیو اوسېدونکي هم ګټه ترې واخلي.

دا په داسي حال کې ده چې سلطان بند په لومړي ځل د سلطان‌محمود غزنوي، دویم ځل د امر حبیب‌الله خان او درېیم ځل د ظاهرشاه د واکمنیو پر مهال جوړ شوی دی او د مخکني حکومت پر مهال یې هم د ساتني او څارني کارونه پیل شوي وو خو د ځینو ستونزو له امله وځنډېډل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.