Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا برادر: اذربایجان دې د باکو بندر له لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له اذربایجاني چارواکو غوښتي چې د باکو نړۍوالو بحري بندر له لارې دې د افغانستان صادراتو اسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر د اذربایجان هېواد د باکو له نړۍوال بحري بندره لیدنه وکړه.

اقتصادي معاونیت لیکلي، ملا برادر د دغه بندر امکانات او د انتقالاتو بهیر له نږدې ولیدل او له اذربایجاني مسوولینو یې وغوښتل چې له دې لارې د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي: «د دې لیدنې پر مهال د باکو نړۍوال بحري بندر او د اوسپنې پټلۍ مسوولینو وویل، د دغه بندر له لارې چې د لاجوردو دهلېز په مسیر کې پروت دی، ترکیې او اروپا ته د افغانستان د صنعتي او کاني توکو او کرنیزو محصولاتو صادراتو ته چمتو دي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، اذربایجاني مسوولینو دغه راز د رېل‌ګاډي په وسیله د ایران له لارې روسیې ته هم د افغانستان د سوداګریزو توکو انتقال ته چمتووالی وښود.

خبرپاڼه زیاتوي، د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو ګډې تخنیکي کمېټې وټاکلې، څو د دغه بندر له لارې د ګډې سوداګرۍ او ترانزيټ رامنځته کولو په موخه موجود امکانات او ترانسپورټي لارې و ارزوي او د افغانستان صادراتو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د باکو نړۍوال بحري بندر اوسمهال په کلني ډول د ۱۵ میلیون ټنه توکو د انتقال ظرفیت لري چې په راتلونکي کې به دا کچه ۲۵ میلیون ټنو توکو ته ورسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.