Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴): تېره اونۍ روسیې ا.ا پر رسمیت وپېژاند، چین د دغه اقدام هرکلی وکړ، کابل له تهرانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره اسلامي چلند وکړي او ناروې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره نږدې یو میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • روسیه لومړنی هېواد دی چې اسلامي امارت یې پر رسمیت وپېژاند.
  • د روسیې له اقدامه د ا.ا هرکلی؛ مجاهد: افغانان حق لري چې له نړۍ سره تعامل ولري
  • چين: د ا.ا په رسمي توګه د په رسمیت پېژندلو اقدام به د رغنده دوه اړخیزو همکاریو پراختیا چټکه کړي
  • ملا برادر: د ایکو سازمان غړي هېوادونه دې د روسیې په څېر اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني
  • متقي: له نړۍوالې ټولنې سره مو اړيکې مخ په پراخېدو دي
  • کابلوف: افغانستان به د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه کې د یوه بشپړ غړي په توګه ګډون وکړي
  • یواېن‌اېچ‌سي‌ار له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو لپاره مرستې ورسره وکړي.
  • عبدالسلام حنفي: ایران دې له افغان کډوالو سره اسلامي چلند وکړي
  • ناروې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره نږدې یو میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله شپږ کسان وژل شوي او یو بل ټپي و.

ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ، په نورستان کې د ځمکې پر سر شخړه کې یوه کس خپل ورور په ډزو وژلی او په کاپيسا کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

دغه راز، د غور ځايي چارواکي وايي، فیروزکوه ښار کې له تېرو جګړو پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د یادونې ده، وړمه اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه

تېره اونۍ روسیه لومړنی هېواد شو چې اسلامي امارت یې پر رسمیت وپېژاند او په مسکو کې یې د افغان سفیر باورلیک هم ومانه.

اسلامي امارت د روسیې فدراسیون د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوې مرحله بللې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د روسيې له دغه اقدامه هرکلی کړی، ویلي یې دي: «چین تل پر دې باور دی چې افغانستان بايد له نړۍوالې ټولنې منزوي نه شي. موږ د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ د لا زيات تعامل او اړيکو ملاتړ کوو.»

له دې مخکې، مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمداعظم سره په لیدنه کې ویلي وو، اسلامي امارت لېوال دی چې د سوېل‌ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ په پراخېدو دي.

دغه راز تېره اونۍ، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې «د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې په څېر دې د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندنې پر لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.»

د ایکو سازمان سرمشریزه

تېره اونۍ، د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اذربایجان کې د ایکو سازمان په اوولسمه سرمشریزه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې له یوه باثبات، باوري او همکار افغانستان سره د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دوامداره پرمختګ او همغږۍ فضا جوړېدو ترڅنګ د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ترانسپورټ، کرنې، چاپېریال‌ساتنې او اقلیمي بدلونونو برخو کې له نږدې کار وکړي.

د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د روان میلادي کال په سپټمبر یا اکټوبر میاشت کې ترسره شي چې افغانستان به په‌کې د یوه بشپړغړي په توګه ګډون وکړي.

د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدو ډېروالی

له دې مخکې د هرات په اسلام‌کلا بندر کې مسوولینو ویلي وو چې د ورځې څه باندې لس زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستنېږي. د چارواکو په وینا، تېره ورځ له ایرانه د اسلام‌کلا بندر له لارې څه باندې ۳۱ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ له چټکتیا سره هم‌مهاله د افغانستان د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ایرانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره اسلامي او انساني چلند وکړي.

هغه ویلي: «ایران ته د اسلامي ارزښتونو او د ګاونډیتوب له مخې لازمه ده چې له کډوالو سره اسلامي چلند وکړي. له کډوالو سره باید ظلم ونه ‌شي او د هيچا حق باید ضایع نه‌ شي. دا د دوی اسلامي او د ګاونډيتوب مسوولیت دی چې باید رعایت شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو افغان کډوالو ته د رسېدنې لپاره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د یادې کمېشنرۍ مشر عرفات جمال د افغانستان د کډوالو چار وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې ویلي: «موږ له پاکستان او ایران سره په خبرو بوخت یو چې کډوال په زور ونه باسي، هیله لرو چې دا هېوادونه خبرو ته حاضر شي او راستنېدنه په ډېر کنټرول، داوطلبانه او احترامانه ډول ترسره شي؛ خو سره له دې موږ باید تل چمتو و اوسو، زموږ ډلې او امکانات له ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهیسې په سرحدونو کې شته او له نورو ملګرو سره یوځای چمتو یو چې کار وکړو، خو ستونزه دا ده چې موږ بودجه نه لرو، مجبور شوي یو چې د مرستو کچه راکمه کړو او له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوو چې ملاتړ مو وکړي؛ ځکه زموږ مرستې لا هم کمېږي او هر څومره چې شمېر زیات شي، مرستې به مو ورته لږېږي.»

له دې سره سم، ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.