Language

له بلخ څخه په لومړي ځل اروپا ته ۲۱ ټنه مینځونکي توکي صادر شول

مزارشریف (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د بلخ ځايي چارواکي وايي چې له دغه ولایته د یوه تولیدي شرکت له لوري په لومړي ځل ۲۱ ټنه مینځونکي توکي صادر شوي دي.

په شمال زون کې د «قطره» تولیدي شرکت اجرایي رییس احسان‌الله امیني وویل، په لومړي ځل د انګلیستان پلازمېنې لندن ښار ته د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۱ ټنه مینځونکي توکي صادر شوي دي.

هغه زیاته کړه چې مخکې له دې هم د یاد شرکت محصولات د اوزبېکستان او تاجکستان په ګډون څو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري امیرمحمد متقي وویل، بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د محصولاتو صادرات دا څرګندوي چې د تولید ظرفیت او کیفیت هغې مرحلې ته رسېدلی چې له نړۍوالو محصولاتو سره سیالي کولای شي.

نوموړي څرګنده کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په کچه له پانګه‌والو په هر اړخیزه توګه ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، هغه شمېر سوداګر او پانګه‌وال چې له افغانستانه بهر اوسېږي، را دې شي او په هېواد کې دې پانګونه وکړي او د وطن د پرمختګ سربېره دې ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې څه باندې ۳۰۰ نوې فابریکې فعالې شوې او زرګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.