Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا په ټګزاس کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو د ټګزاس په مرکز او د دغه ایالت په یو شمېر نورو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو راتلو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور نادرکه دي.

د اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې راغلي، د تېرې جمعې ورځ په «ګوادالوپ» سیند کې چټکې او ویجاړوونکې اوبه راغلې او شاوخوا ۸ متره لوړې شوې چې یو شمېر کورونه او موټر یې له ځان سره یووړل.

سرچینه زیاتوي، تر اوسه خطر له منځه نه دی تللی؛ ځکه د سن‌انټونیو شاوخوا سیمه کې د شنبې ورځ هم ورښتونو دوام وکړ او د ناڅاپي سېلابونو راتلو په اړه خبرداری لا هم پر ځای دی.

په راپور کې د رسمي سرچینو له قوله راغلي چې دغه بې‌مخینې سېلاب د ټګزاس په مرکز کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۴۳ کسان مړه شوي او لږ تر لږه اتو نورو کسانو په نږدې ښارونو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ټګزاس قوماندان ګرګ ابوټ نن (د چنګاښ ۱۵مه» ویلي، د نورو نادرکه سېلانیانو او د سيمې اوسېدونکو د پلټنې عملیات دوام لري. د هغه په خبره، تر اوسه د ورک شوو کسانو کره شمېر نه دی معلوم.

دغه‌راز مسوولینو ویلي، احتمال لري چې د قربانیانو شمېر ډېر شي؛ ځکه یادو سېلابونو له اصلي سیمې پرته نورو سیمو ته هم زیان اړولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.