Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان په کراچۍ کې د ودانۍ نړېدو پېښې د مړو شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ د نړېدو پېښې د مړو شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی دی.

د پاکستان دنیا ورځپانې  نن په یوه راپور کې ویلي چې د جمعې په ورځ د کراچۍ ‌ښار د یوې پنځه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ د نړېدو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۲۷ ته لوړ شو.

سرچینې زیاته کړې، په مړو شوو کسانو کې نهه ښځې او دوه ماشوما هم شامل دي او تر دې مهاله له نړېدلې ودانې څخه لس کسان ژوندي رااېستل شوي دي.

په راپور کې د ژغورونکو ډلو له قوله لیکل شوي چې د یادې ودانۍ تر خاورو لاندې نورو کسانو د ژوندي پاتې کېدو هیلې کمې شوې دي.

د یادونې ده، یاده پېښه د جمعې په ورځ د کراچۍ ښار د لیاري په نوم د بې‌وزلو په یوه سیمه کې شوې او په یاده ودانۍ کې تر سلو کسانو ژوند کاوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.