Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایلان ماسک په امریکا کې نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): امریکایي میلیاردر، د تسلا شرکت او د اېکس ټولنیزې رسنۍ مالک ایلان ماسک د «امریکا» په نوم نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ.

ایلان ماسک پر خپله ټولنیزه رسنۍ (اېکس) لیکلي: «په دوه برابره رایو سره، تاسې نوی ګوند غواړئ او تاسې به یې ولرئ! کله چې زموږ هېواد د بې‌ځایه لګښتونو او فساد له امله دیوالي کېږي، موږ په اصل کې تر یوه ګوندي سیسټم لاندې ژوند کوو، نه په یوه رښتینې ډیموکراسۍ کې؛ نن د امریکا ګوند جوړېږي څو ستاسې ازادي بېرته درکړي.»

د راپورونو پر بنسټ، هغه دوه ورځې مخکې د اېکس په یوه نظرپوښتنه کې د نوي ګوند جوړولو په اړه رایه غوښتې وه چې څه باندې ۶۵ سلنه خلکو مثبته رایه؛ یعنې د ګوند جوړولو په اړه نظرونه ورکړي وو.

ماسک وروسته له هغه د دغه ګوند جوړولو اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ خپل نوی مالیاتي قانون لاسلیک کړ.

دغه امریکایي میلیاردر ویلي، د ټرمپ دغه قانون به امریکا له ماتې سره مخ کړي.

د یادونې ده، د ټرمپ د بیاځلي واک ته رسېدو پر مهال ایلان ماسک د هغه له خوا د امریکا د اغېزمنتیا ادارې مشر وټاکل شو او د ټرمپ نږدې متحد ګڼل کېده، خو څه موده وروسته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د جدي اختلافونو له امله ماسک له ټرمپه خپله لار بېله کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.