Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې باران او سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت مقام وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسواليو کې د باران او سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه او شپږ نور ټپيان شوي، دغه راز لسګونه کورونه نړېدلي او زرګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

د ننګرهار ولایت مقام له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار نازيانو ولسوالۍ په لنډۍ کلي کې د سخت باران له امله د يوې خونې چت لوېدلی چې له امله يې څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

خو سرچینه زیاتوي چې د یادو ټپیانو له ډلې یوه ماشوم روغتون ته له رسېدو وروسته ساه ورکړې ده.

خبرپاڼه کاږي چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې هم د سېلاب راتلو له امله يوې ماشومې ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز د بټي‌کوټ ولسوالۍ په دامان سيمه کې د ډبرې ښویېدو پېښه کې دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ګوشتې ولسوالۍ کې ۲۵۰ کورونه نړېدلي او درې زره جریب کرنيزه ځمکه او په لعلپورې ولسوالۍ کې دوه زره جريب ځمکه تخريب شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په نازيانو کې هم لس کورونه تخريب شوي، ګوشتې، لعلپورې، مومندرې، کامې، شينوارو، بټي‌کوټ او يو شمېر نورو ولسواليو کې هم مالي زيانونه اوښتي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.