کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې له افغانستانه سعودي عربستان ته د عمرهکوونکو د تلو لړۍ پیل او نن یې لومړۍ الوتنه ترسره شوه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال شیخ عزیزالرحمن منصور په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د عمرې ادا کولو بهیر نن رسماً پیل شو.
نوموړي له شرکتونو غوښتنه وکړه چې د عمرې حج ادا کولو په موخه سعودي ته د تلونکو کسانو لپاره اسانتیاوې برابرې او خپل مسوولیت دې په ښه توګه ترسره کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال شرکتونو ته د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
همدارنګه په یاده غونډه کې د حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي وویل، نن حرمینو او شریفو ته د عمرې ادا کولو لپاره لومړنی الوتنه ترسره شوه.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړل چې د عمرې ادا کولو پر مهال به ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر هجري قمري (۱۴۴۶) کال کې له افغانستانه څه باندې ۷۰ زره کسان د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان تللي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP